وروستی, روسیه: اوکراییني توکمپال له ماریو پول ښاره د ملکي خلکو ایستلو مخه نیسي
نن ګهیځ د روسیې ماریو پول مرستیال ښاروال او یوه ځايی اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، له یوه وړاندیز شوي اوربند سره سره چې پر اووه بجې باید پیل شوی وای، پر ښار د روسي ځواکونو بریدونه روان دي.
خو د روسیې دفاع وزارت بیا دا خبره په بل ډول کوي.
د روسیې ریا خبري اژانس په رپوټ کې د دفاع وزارت چارواکو له قوله ویل شوي، 'توکمپال' له ښارونو د ملکي خلکو وتلو مخه نیسي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، کله چې یې پوځیانو د ملکي خلکو وتلو لپاره دهلېز چمتو کړ، برید پرې وشو.