تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اوکرایین جګړه؛ لومړی ځل ګڼ شمېر ملکي خلک له محاصره شوي ښاره ایستل شوي دي

د اوکرایین له سومې ښاره چې د روسي ځواکونو تر سختې بمبارۍ لاندې و، نژدې ۵۰۰۰ ملکي خلک ایستل شوي دي. د سومې والي وايي، ملکي خلکو د وتلو هغه لار چې پر سې شنبه پرې هوکړه وشوه، پر چهارشنبه هم دوام لري. مسکو د کیېف او ماریو پول په ګډون د ځینو ښارونو د ملکي خلکو وتلو لپاره اوربند اعلان کړی. ملګري ملتونه وايي، له هغه راهیسې چې روسیې پر اوکرایین یرغل کړی، دوه میلیونه اوکراینیان له خپل هېواده وتلي دي.

ژوندی پوښښ

نور سعید

  1. ملګرو ملتونو له روسیې او اوکرایین وغوښتل چې ملکي خلکو ته خوندي لار ورکړي

    د ملګرو ملتونو بشري مرستو چارو مشر مارټین ګریفیتس له روسیې او اوکرایین غوښتي چې له جګړې د تښتېدونکو خلکو خوندیتوب باوري کړي او دغه راز بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې جګړه ځپلو سیمو ته ورسېږي.

    ملګرو ملتونو او ملګرو خیریه بنسټونو یې د اوکرایین سلګونه زره خلکو لپاره خواړه چمتو کړي، خو په ځینو سیمو کې یې د امنیت نشتوالي له کبله رسول ستونځمن دي.

    په دې هکله د ملګرو ملتونو دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې دواړه لوري پر یوه یوه بل د ملکي خلکو ایستلو خوندي لارو مخنیوي تورونه پورې کوي.

    په ملګرو ملتونو کې د اوکرایین استازي روسي ځواکونه تورن کړي، چې اروپا ته د ملکي خلکو د تلو پر لارو بریدونه کوي او دغه راز د بشري مرستو مخه نیسي.

    خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی بیا دا تورونه ردوي او له ثبوتونو پرته ادعا کوي چې اوکرایین د خلکو خوندي وتلو مخه نیسي.

    ښاغلي ګریفیتس بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، دوی مسکو ته په دې تمه یو پلاوی استولی چې په اوکرایین کې له سختو اړمنو سره د مرستې لپاره خبرې وشي.

  2. د اوکرایین او روسیې ترمنځ د خبرو درېیم پړاو بې پایلې پای ته ورسېد

    د اوکرایین د ولسمشر یو سلاکار وايي چې د دوی او روسیې ترمنځ د خبرو په درېیم پړاو کې یوازې په اوکرایین کې د بشري دهلېز په لوژستیکي اړخ کې 'کوچني او واړه پرمختګونه' شوي دي.

    رویټرز د یوه اوکراییني مذاکره کوونکي له خولې ویلي، داسې کوم تړون ته نه دي رسېدلي چې د پولو وضعیت د پام وړ ښه کړي.

    په کرملین کې د روسیې د حکومت یوه سلاکار هم د روسیې یوه تلویزیوني پروګرام ته وویل چې په بېلاروس کې خبرې له تمې سره سمې نه وې.

    دواړه لوري وايي چې خبرو ته به دوام ورکړي.

  3. له ماریوپل کم شمېر خلک په وتلو بریالي شوي دي

    د کلابند شوي بندري ښار ماریوپل څخه د خلکو د ایستلو هڅې هغه مهال ناکامې شوې چې د شنبې او یکشنې په ورځو کې اورلګېدنه پیل شوه.

    دغه ښار له څو ورځو راهیسې د روسي ځواکونو تر کلابندۍ لاندې دی. د لېږد لارې تړل شوي، برېښنا پرې شوې او خوراکي توکي په چټکۍ مخ په ختمېدو دي خو موږ اورو چې ډېر کم شمېر خلک له دغه ښاره په وتلو بريالي شوي دي.

    ځايي خبریالې انا رومانینکو بي بي سي ته ويلي، د شخصي موټرو یو کتار په دې بریالی شو چې له ښاره ووځي.

    یوه کس چې له دې ښاره تښتېدلی وايي، د شپې په تیاره کې یې د کلي د کوچنیو سړکونو تر منځ په موټر کې ځان داوکرایین تر کنټرول لاندې سیمې ته رسولی دی.

  4. پر اوکرايين د روسي يرغل دوولس ورځې وشوې. روسي ځواکونه داسې څه کې ښکېل دي، چې اېرپين ښارګوټي کې وېروونکې بمباري بلل شوې ده. دا ښارګوټی له پلازمېنې کيېف سره نژدې دی. دې سيمه کې نور ښارګوټي هم تر سختو بريدونو لاندې دي، داسې حال کې چې روسي ځواکونه د پلازمېنې مرکزي برخې ته د پرمختګ زيار باسي. د بي بي سي جېرېمي بوېن پرون ورځ اېرپېن کې تېره کړې، يوه يادونه دا چې راپور کې یې خواشينوونکي جزئيات او انځورونه دي.

  5. لېز ټرس: لوېدیځ د روسیې د ګواښ پر وړاندې ګړندی او قاطع عمل نه دی کړی

    د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لېز ټرس ویلي، لوېديځ اوکرایین سره پر پوله د ولادمير پوتین د ځواکونو د ګواښ پر وړاندې قاطع او ګړندی عمل و نه کړ.

    هغې پارلمان غړو ته د وینا پر مهال ویلي "رېښتیا دا دي چې د روسیې ولسمشر ولادمير پوتین د غرب د مخنیوي ګواښونه جدي نه دي نیولي".

    د آغلې ټرس په وینا، پر اوکرایین د روسیې برید د اروپا امنیتي جوړښت زیانمن کړی.

    نوموړې وایي "هغه څه چې موږ یې باید ترسره کړو دا دي چې ناټو باید قوي کړو او په ځانګړې توګه مونږ باید ختيځ هېوادونو ملاتړ وکړو)

    لېز ټرس همدا راز ویلي "موږ مخکې له مخکې اسټونيا کې زیات شمېر ځواکونه ځای پر ځای کړي خو لا ډېر کار ته اړتیا ده، مونږ باید د ناټو غړو هېوادونو کې د دفاعي لګښتونو په اړه جدي اوسو".

  6. لویف کې وروستی حال

    د اوکرایین په لوېدیځ کې د لویف ښاروال د دوشنبې په ورځ ویلي، د روسیې د برید په پایله کې بې ځایه شویو سره د مرستې لپاره خپل اعظمي ظرفیت ته رسېدلي دي.

    د عملیاتو له پیل راهیسې، په سلګونو زره بې ځایه شوي خلک د لویف ښار ته رسېدلي، چې د ښار په شته سرچینو یې ډېر فشار راوړی دی.

    ښاروال اندري سادوي ویلي، اوس مهال په لویف کې شاوخوا ۲۰۰ زره خلک مېشت دي او هره ورځ د سټېشنونو له لارې شاوخوا ۵۰ زرهکسان تښتي.

    ښاغلي سادوي همدا راز ویلي، "موږ پوهېږو چې یوه بله څپه راتلونکې ده". هغه پر نړیوالو بشري سازمانونو غږ وکړ چې له دغه ښار سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

    د دوشنبې په سهار، د ښاري شورا یوې چارواکې ویکتوریا کریسټینکو بي بي سي ته وویل، د لنډ مهاله سرپناه ځایونه بېرته ټول شوي دي. هغې همدا راز پر ځایي سوداګرو غږ وکړ چې د خلکو ځای پر ځای کولو لپاره دې د خپلو هټیو دروازې او ګودامونه پرانیزي.

    د لویف مرکزي تم ځای د هغو خلکو لپاره د ترانزیت پرځای بدل شوی چې د اوکرایین له ټولو ځایونو څخه تښتي - په ځانګړې توګه د خارکیف، ماریوپول او چیرنیهیف ښارونه او د پلازمینه کیېف چې تر ټولو زیات بمبار شوی دی.

  7. کاناډا پر لسو کسانو بندیزونه ولګول

    د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په لسو هغو کسانو بندیزونه لګولي چې پر اوکرایین برید کې یې د روسیې ملاتړ کړی.

    ټروډو ویلي، په یادو کسانو کې د پخواني او اوسني لوړ پوړي دولتي چارواکي، د روسیې د رهبرۍ ملاتړي او اغېزمن کسان شامل دي.

    ټروډو د بریټانیا او هالنډ لومړي وزیرانو سره په ګډه خبرې غونډه کې ویلي، دا کسان یې له هغه لست څخه ټاکلي چې د روسیې د بند د اپوزیسیون مشر الکساندر ناوالني جوړ کړی و.

  8. بریتانیا له اوکرایین سره د ۱۷۵میلیونه پونډه مرستې اعلان وکړ

    د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن له خپل کاناډایي سیال جسټن ټروډو او د هالنډ لومړي وزیر مارک روټ سره په یوه غونډه کې خبرې کړي دي.

    بورېس جانسن ویلي، چمتو دي چې اوکرایین سره د ۱۷۵ میلیونه پونډه مرسته وکړي.

    هغه همدا راز ویلي بریتانیا به دا ژمنه تر ۴۰۰ میلیونه پونډو پورې وغځوي.

  9. د روسيې او اوکرايين تر منځ د خبرو درېيم پړاو پيلېږي

    سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د اوکرایین پلاوی روسیې سره د درېیم پړاو خبرو د پیل په موخه بېلاروس ته رسېدلی دی.

    راپور کې راغلي خبرې به یو ځل بیا د بشري دهلیزونو پر جوړولو راټولې وي چې له مخې به یې د اوکرایین ملکي وګړي له جګړې وتښتي ځکه چې لا هم د دې هېواد په سوېل او ختیځ ښارونو کې د توغنديو بريدونه روان دي.

    د بشر دوستانه دهلیزونو د جوړولو پخوانۍ هڅه د شنبې په ورځ هغه مهال ناکامه شوه چې اوربند مات شو.

    تر دې دمه ۱،۷ میلیونه اوکراینیان له خپلو سیمو وتلي دي او د روسیې نظامي عملیات په دولسمه ورځ هم دوام لري

  10. د بریتانیا لومړي وزیر د اوکرایین اتباعو ته د ویزې د ورکړې شرایطو د اسانولو غوښتنه رد کړه

    بورېس جانسن داوکرایین هغه غوښتنه رد کړه چې د جګړې تښتېدلو کسانو ته دې د ویزې شرایط اسانه کړي.

    هغه ویلي "بریتانیا ډېر سخاوتمنده دی خو غواړي بریتانیا ته راوښتونکي کسانو شمېر کنټرول کړي."

    بورېس جانسن همدا راز ویلي، د هغو پېښو په پام کې نیولو سره چې په اوکرایین کې رامنځته شوي باید ډاډه شو چې بریتانیا ته را اوښتونکو کسانو ته د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو امکان شته که نه.

  11. زیلینسکي د روسیې پر تېلو د بندېز لګولو غوښتنه وکړه

    د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي، "د روسیې له روانو بریدونو داسې ښکاري چې د اوکرایین پر وړاندې د روسیې پلان نه دی بدل شوی نو ځکه اړتیا ده چې پر روسیې نور بندیزونه ولګول شي."

    زیلیسنکي پر روسیې او د روسیې پر وارداتو د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه کړې په ځانګړې ډول پر تېلو او د تېلو پر تولیداتو.

  12. لېتوانيا: موږ نه شو کولی د اوکرایین د وینو په بیه نفت وپېرو

    د لېتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لینډسبرګس د روسیې انرژۍ پر خرڅلاو د تحریم وضع کولو غوښتنه کړې ده.

    لینډسبرګس په ویلنیس کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره په ګډه ناسته کې ویلي "د روسیې انرژي چې مونږ یې واردو پر اوکرایین د روسیې نظامي عملیاتو لګښتونه پوره کوي، موږ نه شو کولی د اوکرایین د وینو په بیه نفت وپېرو."

    د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې له مشر اورسولا ون دېر لیېن سره کتلي چې د روسیې پر انرژۍ د ایټالیا پر اوسنۍ اتکا او ايټالیا ته د انرژۍ د لېږد د بدیلو لارو پرموندلو بحث وکړي.

    ایټالیا او جرمني هغه اروپايي هېوادونه دي چې د روسیې د تیلو پر وارداتو د بندیزونو له امله به سخت زیانمن شي.

  13. انګلنډ کې په لومړي ځل د یو لیټر پټرولو بیه ۱۵۵پېنسو ته ورسېده

    د اې اې په نامه د موټرو یوه کمپنۍ وايي، پر اوکرایین د روسیې برید راهیسې په انګلنډ کې د یو لیټر پټرولو بیه ۱۵۵ پېنسو (دوه ډالرو) ته لوړه شوې چې په یوه ګیلن کې شاوخوا اووه پونډه زیاتوالی ښيي.

    د یادې کمپنۍ په وینا، د۵۵لېټره ټانکۍ موټر ډکولو لګښت د تېر کال پرتله اوولس پونډه زیات دی چې بیه یې له ۶۸ پونډو څخه ۸۵ ته لوړه شوې.

    د یکشنبې په ورځ په اوسط ډول د یو لیټر پټرولو بیه ۱۵۵پېنسه او یو لیټر ډيزلو بیه ۱۶۱ پېنسو ته رسېدلې وه.

    د ۲۰۰۸ کال راهیسې د پټرولو بیې وروسته له هغې په لوړېدو شوې چې امریکا اعلان وکړ، نورو هېوادونو ته د روسیې پر اکمالاتو د احتمالي بندیز په اړه بحث کوي.

    کارپوهان په راتلونکي کې د دغو نرخونو د لا لوړېدو خبرداری ورکوي.

  14. وروستی, د روسیې بهرنیو چارو وزیر له خپل اوکراییني سیال سره ویني

    تمه کېږي چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د سې شنبې پر روځ له خپل اوکراییني سیال دیمترو کولیبا سره د ترکیې په انتالیا کې وویني. دا لیدنه داسې حال کې کېږي، چې پر اوکرایین د روسیې یرغل دوام لري. اوکراییني چارواکي وايي، بېلا بېلو ښارونو کې د روسیې راکټي بریدونه کېږي او پر پلازمېنه کیېف ښايی خورا لوی برید وشي.

  15. وروستی, تمه کېږي چې د روسیې او اوکرایین تر منځ خبرې ژر پیل شي

    تمه کېږي څو ساعته وروسته به د روسیې او اوکراییني مرکچیانو تر منځ د خبرو دریېم پړاو پیل شي. اوکراييني چارواکي وايي، ښايي دا خبرې له ځايی وخت سره سم ماسپښین څلور بجې پیل شي.

  16. بلېنکن: امریکا او متحدین یې ''د ناټو پر وړاندې د هر ګواښ ځوابولو ته چمتو دي''

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې لیتوانیا ته په رسمي سفر تللی وايي، ''روسیې د انټرنېټې بریدونو له لارې په لیتوانیا کې د ولسواکۍ له پامه غورځولو او ضد او نقیض فکر رامنځته کولو هڅه کړې.''

    نوموړي پر اوکرایین د روسیې یرغل ۱۲ مې ورځې په مناسبت ویلي، امریکا او کوربه هېواد یې لیتوانیا له اوکرایین سره د یوموټیوالي دریځ کې یوه خوله دي.

    نوموړي ویلي، امریکا د ''شریکې دفاع'' پیاوړتیا لپاره د ''هرډول ګواښ'' ځوابولو لړ کې اروپا ته د ۷۰۰۰ اضافي پوځیانو استولو او د ''ناټو ختېځې څانګې پیاوړي کولو لپاره'' د شته پوځیانو بیا ځلي ځای پر ځای کولو ته چمتو ده.

    ښاغلي بلېنکن یو ځل بیا د ناټو منشور ۵ مادې ته ''سپېڅلې'' ژمنتیا تکرار کړه، چې پر یوه غړي هېواد برید پر ټولو برید بولي. نوموړي وویل: ''موږ به د ناټو خاورې له هر انچه دفاع وکړو.''

  17. اوکرایین: د روسیې دهلیز وړاندیز 'په بشپړ ډول غیر اخلاقي' چاره ده

    اوکرایین وايي، تر روسیې او بېلاروس پورې ملکي خلکو ته د تېښتې لار ورکولو روسی وړانیز 'په بشپړه توګه غیر اخلاقي' دی.

    د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي یو ویاند وايي، اوکرایین خلک باید د دې هېواد خاورې ته له کورونو ووځي.

    ویاند په یوه لیکلي پیغام کې چې رویټرز خبري اژانس خپور کړی ویلي:

    ''دا په بشپړ ډول غیر اخلاقي کیسه ده. د خلکو کړاو د ټلویزیوني تصویر بشپړولو لپاره کارول کېږي. دا د اوکرایین خلک دي، دوی د اوکرایین خاورې ته د وتلو حق لري.''

  18. چین اوکرایین سره بشري مرستې کوي

    د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د دیپلوماتیکو هڅو دوام خبرې تکرارولو تر څنګ ویلي، د هېواد سره صلیب ټولنه به یې اوکرایین سره بشري مرستې وکړي.

    په ورته مهال نوموړي ټینګار کړی، چې له روسیې سره یې د هېواد ملګرتیا د کاڼې په څېر کلکه ده او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ ساحه پراخه ده.

    د ښاغلي یي دا څرګندونې له هغه څو ساعته وروسته مخې ته راځي، چې د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن له چین وغوښتل چې روسیه وغندي.

    د یکشنبې پر ورځ ښاغلي موریسن په یوه اوږده بهرنۍ پالیسي وینا کې وویل، چین په تکرار سره د ملي حاکمیت او خاورې تمامیت خبره کړې.

    نوموړي وویل:

    ''اوس د تاریخ په دې پېچلي پړاو کې دا په چین پورې اړه لري، چې وښيي دا تشې خبرې نه دی.''

    چین تر اوسه په اوکرایین کې د روسیې جګړې له غندلو هم ډډه کړې او بې پرې هم نه دی پاتې شوی، خو له لومړي سره یې دې جګړې ته د ''یرغل'' له نوم ورکولو ډډه کړې.

    د روانۍ اونۍ پیل کې بیا ښاغلي یي داسې اشارې ورکړې چې هېواد یې د اوربند منځګړیتوب لپاره چمتو دی.

  19. ځینې بشري دهلېزونه تر روسیې او بېلاروس پورې غځېدلي

    هغسې چې موږ مخکینې رپوټ کې وویل، روسیه د ملکي خلکو وتلو لپاره نوي دهلیزونه چمتو کوي، خو اوس د روسیې ار ای اې خبري اژانس له لوري د دې نویو دهلیزونو خپرې شوې نقشې ښيي چې ملکي خلک به وکولای شي، روسیې او بېلاروس ته لاړ شي.

    د کیېف اوسېدونکي ملکي خلک به د روسیې اتحادي هېواد بېلاروس ته لاړ شي او دغه راز به د خارکیېف اوسېدونکي وکولای شي، روسیې ته لاړ شي.

    د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د ماریو پول او سومې اوسېدونکي ملکیان به بیا وکولای شي د نورو اوکراییني ښارونو تر څنګ روسیې ته د تلو لاره ولري.