د اوکرایین جګړې وروستی حال
که همدا اوس د بي بي سي له پاڼې سره یو ځای شوي یاست، دلته د اوکرایین جګړې په هکله وروستي معلومات درسره شریکوو
- د روسیې دولتي رسنۍ وايي، د اوکرایین په کیېف او نورو ښارونو کې به د دې هېواد پوځیان د ملکي خلکو وتلو لپاره نوی دهلیزونه رامنځته کړي او له بریدونو به ډډه وکړي.
- دا اعلان په ماریو پول ښار کې د یوې ورته هڅې له ناکامۍ وروسته مخې ته راځي.
- په ماریو پول کې اوکراییني چارواکو تور پورې کړ، چې د اوربند له اعلان سره سره پر ښار د روسي پوځیانو بریدونو دوام درلود.
- کیېف ته نژدې ایرپین ښارګوټي کې یوه ښځه او څلور ماشومان د ملکي خلکو تېښتې پر مهال د هاوان یوه برید له کبله ووژل شول.
- له دې برید وروسته د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي پر روسیې تور پورې کړ، چې ملکي خلک وژني.
- بل لور له همدې کبله په نړیوال بازار کې د تېلو بیې په تېرو ۱۳ کلونو کې تر ټولو لوړ کچ ته رسېدلې دي.
- اوکراییني ځواکونو ادعا کړې چې ختیځ ښار چوهویېف یې بېرته له روسي ځواکونو نیولی دی.
- پر سویلي ساحلي ښار مېکوولایېف بیا د روسيې پوځ لخوا د هاوانونو او توغندیو بریدونه له سره پیل شوي دي.
- بل لور بریتانیا وايي، د روسي یرغل په ترڅ کې به د حکومتي چارو روانو ساتلو لپاره اوکرایین ته ۱۰۰ میلیونه ډالره اضافي مرسته ورکړي.