تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

شپږېزه: د راشد لوبډلې اتلولي وګټله

د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۴ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

ژوندی پوښښ

  1. ډین جانز

  2. WICKET

    لوبډلمشر راشد ارمان د لوبډلمشر نبي عیسی خېل په توپ خپله ویکټه له لاسه ور کړه

  3. پایلوبه او نندارچیان

    د شپږیزه پایلوبې ته د تېر په پرتله زیات نندارچیان راغلي دي. د نورو لوبو په پرتله په پایلوبه کې د ښځو شمېر هم نسبتاً زیات دی په سلګونو نندارچیان د پایلوبې د لیدلو لپاره له لوبغالي بهر په کتارونو کې ولاړ دي. د پایلوبې نندارچیان دومره شور او ځوک کوي چې په سخته د تبصره کوونکو خبرې اورېدل کېدای شي.

  4. وروستی, بندې امیر لوبډلې منډې

    بندې امیر لوبډلې د میس عنیک لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو هدف جوړ کړ.‌

    په ۲۰ اوورونو کې د بندې ۷ لوبغاړي وسوځېدل

  5. وروستی, نجیب په صفر اووټ شو

    ظاهر خان د نجیب ستره ویکټه واخیستله. میس عینک لوبه را کابو کړه.

  6. شاهد الله, شپږېزه ووهله

    نجیب ځدراڼ او شاهد الله لوبېږي

  7. وروستی, جاوید احمدي اووټ شو

    ۹۹ منډې دي، ۲ کسان سوځېدلي او ۱۳ اووره شوي

  8. وروستی, د جاوید احمدي پنځوسیزه

    جاوید احمدي شپږېزه ووهله او له دې سره یې منډې له ۵۰ پورته شوې

  9. کریم صادق: پایلوبه میس عینک ګټي

    • د افغانستان ملي لوبډلی پخوانی لوبغاړی کریم صادق وايي د میس عینک لوبغاړی پیاوړي دي او فکر کوي چې د شپږېزې پایلوبه به میس عینک ګټي.
  10. شپږېزه

    جاوید احمدي شپږېزه ووهله.. د دې سره د جاوید احمدي منډې ۴۴ شوې

  11. ویکټ

    ظاهر خان د حضرت الله ویکټه واخیستله. دا په پایلوبه کې لومړنۍ ویکټه وه.

  12. وروستی, ټولې منډې

    ۶۶ منډې

    ۸ اووره شوي

    جاوید احمدي: ۳۱

    حضرت الله: ۳۲

  13. وروستی, د حضرت الله منډې

    حضرت الله په ۲۳ توپونو ۳۲ منډې جوړې کړي

  14. ابراهیم ځدران اوور

    ابراهیم په یوه اوور کې ۹ منډې ورکړې

    ۵۱ منډې دي او کوم لوبغاړی نه دی سوځېدلی

  15. وروستی, ۳ څلوریزې, دولت په یو اوور کې ۳ څلورېزې ورکړې

    ۴۵ مڼدې دي او ۵ اووره شوي

  16. دولت ځدران توپ اچونې ته راغی

    په دغه لیګ کې دولت ۱۰ ویکټې اخیستي

  17. جاوید احمدی, دوه څلوریزې

    جاوید احمدي ۱۵ منډې لري ۴ اووره شوي