تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

شپږېزه: د راشد لوبډلې اتلولي وګټله

د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۴ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

ژوندی پوښښ

  1. څلور توپونه ۱۰ منډې

  2. وروستی, وروستی اوور

    په ۶ توپونو ۱۲ منډو ته اړتیا ده. داسې ښکاري چې د نبي لوبډله دغه لوبه وګټي.

  3. دولت ځدراڼ څلوریزه

    ځدراڼ په لومړي توپ څلوریزه ووهله

  4. وروستی, په ۹ توپونو ۲۰ منډو ته اړتیا ده

  5. نبي وسوځېدو

    ۲۱ منډې پاتې او ۹ توپونه

  6. نبي څلوریزه ووهله

    نبي په دې اوور کې یوه شپږېزه او یوه څلورېزه ووهله

    ۱۳۰ منډې دي، پنځه کسان سوځېدلي

  7. وروستی, د نبي شپږېزه

    په ۱۷ توپونو ۳۶ منډو ته اړتیا ده.

    محمد نبي او سکندر لوبېږي

  8. وروستی, په لوبغالي کې یوه مینه واله

    د شپږیزې پایلوبې ته ګڼې ښځینه مینه والې او تماشاچانې هم ورغلې دي.

  9. وروستی, د سږکال شپږیزې څه راوښوول؟

    • افغانستان د داسې لوبو کوربني کولی شي چې له نورو نړیوالو معیارونو ډېر توپیر نه لري
    • افغان زلمي لوبغاړي چې د نړیالو لوبو تجربه نه لري له بهرنیو لوبغاړو سره د سیالۍ وړ دي
    • ظاهر خان نوی ستوری دی چې نوی راشد خان یې ګڼلی شو
    • د افغان لوبغاړو فیلډینګ ډېر کار ته اړتیا لري
    • ځینې افغان زلمي منډه جوړونکي وځلېدل لکه شاهد الله او حضرت الله خو سپېن بالېنګ تر بل هر ډګر پیاوړی ښکاري
  10. بل اوټ‌ شو

    د میس عینک پنځم لوبغاړی هم اوټ شو.‌۹۰ منډې دي څوارلسم اور روان دی.

  11. WICKET

    لوبه د بندامیر لوبډلې لاس ته لوېدلې ده. په یوولسو اورونو کې یې د مس عینک لوبډلې ۴ لوبغاړي سوځولي او ۶۶ منډې یې ور کړې دي

  12. ۶۲ منډې

    ۶۲ منډې دي د لسم اور ۳ درې باله شوې دي او مس عینک دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي دي

  13. توپ وهونکي او توپ اچونکي

    د میس عینک سیبانډا او کریم جنت د پیل توپوهنې ته کښته شوي دي دي.

  14. ټاکل شوی هدف

    میس عینک لوبډله په شلو اورنو کې ۱۵۸ منډو جوړولو ته اړتیا لري.

  15. وروستی, د شپږیزې پایلوبې دویمه پاړۍ پیلېدونکې ده

    لوبغاړي د لوبې میدان ته راکښته شوي میس عینک لوبډله په شلو اورنو کې ۱۵۸ منډو جوړولو ته اړتیا لري.