تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ټرمپ وايي غوره ګڼي چې پر چین تعرفې ونه لګوي

ډونلډ ټرمپ وایي هغه "غوره ګڼي" چې پر چین تعرفې ونه لګوي. نوموړي وړاندې د نړۍ پر دویم لوی اقتصادي ځواک پر وړاندې د پراخ ګام اخیستو ګواښ کړی و. په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل ورځني راپور کې خبرداری ورکړی چې په سوداګریزه جګړه کې به هېڅوک ګټونکي نه وي او بیجینګ چمتو دی چې له امریکا سره خبرې وکړي چې "اختلافونه په مناسبه توګه حل کړي."

لنډیز

  • ډونلډ ټرمپ وایي هغه "غوره ګڼي" چې پر چین تعرفې ونه لګوي، د چین د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل ورځني راپور کې خبرداری ورکړی چې په سوداګریزه جګړه کې به هېڅوک ګټونکي نه وي
  • د امریکا د حکومت یو داخلي یاداښت ښيي چې ولسمشر ټرمپ د ناقانونه کډوالو د ورتګ مخنیوي کې همکارۍ لپاره له مکسیکو سره پر ګډه پوله د ۱۰ زره سرتېرو پر ګومارلو غور کوي
  • په دې تړاو لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو چې د امریکا نوي ولسمشر د کلیفورنیا سان‌ډیګو او د ټکزاس اېل‌پاسو ته د ۱۵۰۰ سرتېرو د استول کېدو امر کړی دی
  • روسیه وايي،‌ دوی په‌ اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره 'برابرو' او پر 'مقابل درناوي ولاړو مذاکراتو' ته چمتو دي
  • د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پېسکوف ویلي، دوې لا د سولې مذاکراتو په تړاو سېګنالونو ته په تمه دي
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ روسیې ته خبرداری ورکړی چې یا په اوکرایین کې خپله نامعقوله جګړه پای ته ورسوي او یا دې نویو بندیزونو ته چمتو شي
  • ټرمپ ویلي، د روسیې اقتصاد له ناوړه ناکامۍ سره مخامخ دی او د مذاکراتو وړاندیز به له ولسمشر پوتین سره لویه مرسته وي

ژوندی پوښښ

  1. د ټرمپ حکومت غواړي امریکا د روغتیا له نړیوال سازمانه وباسي

    یو له هغو فرمانونو چې سپينې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته ډونلډ ټرمپ لاسليک کړ د روغتيا له نړيوال سازمانه د امریکا د وتلو د پروسې پيلول دي.

    ښاغلي ټرمپ وويل، د دې ادارې د چلولو لپاره د امريکا ونډه د نورو هېوادونو پرتله "غير عادلانه" ده.

    نوموړي يادې ادرې ته په اشارې وويل، "دوی ډېر سخت غوښتل چې موږ بېرته راشو، وګورو چې څه پېښېږي."

  2. وروستی, ډونلډ ټرمپ د اجرائيوي فرمانونو لاسليکول پيل کړل

    ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسمو کې د ګډون او د خپلو زرګونو ملاتړو په منځ کې د هغو اجرائیوي فرمانونو لاسلیک کول پیل کړي چې د واک تر اخیستو وروسته یې د پلي کولو ژمنه کړې وه.

    يو له هغو لومړنيو اجرائیوي فرمانونو د پاريس له اقليمي تړون وتل دی. دا يوه داسې پرېکړه ده چې د ښاغلي ټرمپ ګوتنيوونکي وايي د هر وګړي پر ژوند اغېز کولی شي. اوس د امریکا حکومت اړ دی چې د دې پرېکړې په اړه ملګرو ملتونو ته خبر ورکړي.

  3. د ټرمپ حکومت د پاريس د اقليم له تړونه وځي

    د ټرمپ اداره وايي امریکا به د پاریس د اقلیم له تړونه ووځي. دا يو نړيوال تړون دی چې د نړۍ نژدې ټولو هېوادونو د شين کوريزه ګازونو د کمولو او د ځمکې تودوخه له ۱.۵ درجو ښکته ساتلو لپاره لاسليک شوی دی.

    دا به دویم ځل وي چې امریکا له دې تړونه وځي. تېر ځل په ۲۰۱۵ کال کې کله چې ډونلډ ټرمپ په لومړي ځل واک ته ورسېد امریکا له دې تړونه ووته خو په ۲۰۲۱ کال کې د بايډن به مشر ادارې بېرته تړون ته راستنه شوه.

    له دې تړونه د وتلو معنی دا ده چې امريکا، ایران، لیبیا او یمن به یوازیني هېوادونه وي چې دا تړون یې نه دی منلی.

    د ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته سپینې ماڼۍ دغه خبره کړې ده.

    امریکا اوس مهال د نړۍ ترټولو لوی د تېلو تولیدونکی هېواد دی، ورپسې سعودي او روسیه دي.

  4. د پاناما ولسمشر د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې وویل: کانال زموږ و او زموږ به وي

    که څه هم ډونلډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته په خپله وینا کې څو ځله وویل چې هغه غواړي خپل هېواد ته په ټولو چارو کې لومړیتوب ورکړي، خو د هغه خبرې، چې د نړۍ په کچه د ملیونونو خلکو لخوا څارل کېږي، ډېر ژر د پاناما په ګډون د نورو هېوادونو د مشرانو له غبرګونونو سره مخ شوې.

    ښاغلي ټرمپ یو ځل بیا وویل چې غواړي د پاناما کانال له امریکا سره یوځای کړي.

    په همدې مهال نوموړي ادعا وکړه چې د پاناما کانل اوس د چينيايي سرتېرو له خوا کنټرول کېږي.

    د پاناما ولسمشر جوز راول مولینو، د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې له وینا یو ساعت وروسته وویل، د "(پاناما) کانال په پاناما پورې اړه لري او د دوی به وي."

    ښاغلي مولینو ټینګار وکړ چې د څومځل لپاره د ښاغلي ټرمپ لهڅرګندونو سره خپل مخالفت څرګندوي.

  5. د ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسم په پنځو تصويرونو کې

  6. د امریکا زرینه دوره پیل شوه

    د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په داسې حال کې رسماً خپله لومړنۍ وینا پیل کړه، چې مرستیال ولسمشر او د امریکا پخواني ولسمشران یې هم تر څنګ ناست وو. نوموړي وویل، ''د امریکا زرین دور همدا اوس پیل شو. له همدې شېبې وروسته به زموږ هېواد وغوړیږي، او درناوی به یې کېږي. زه به ډېر په اسانۍ سره امریکا ته لومړیتوب ورکړم.''

  7. ټرمپ د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

    ډونلډ ټرمپ اوس د امریکا متحدو ایالتونو د ۴۷ م ولسمشر په توګه لوړه وکړه. دی لوړه کوي، چې ''د اساسي قانون دفاع او ساتنه'' به کوي.

    دا د امریکا په تاریخ کې له ۱۸۹۰ م کال وروسته لومړی ځل دی، چې یو ولسمشر چې په ټاکنو کې یې ماتې خوړلې وه، دویم ځل بریالی کېږي او د ولسمشر په توګه لوړه کوي.

    ډېر ژر به نوموړی دویم ځل د امریکا ولسمشر په توګه خپله لومړنۍ رسمي وینا وکړي. د وروستیو جزیاتو لپاره له موږ سره پاتې شئ.

  8. مرستیال ولسمشر لوړه وکړه

    د ډونلډ ټرمپ مرستیال جې ډي وینس د امریکا مرستیال ولسمشر په توګه لوړه وکړه او رسماً د امریکا مرستیال ولسمشر شو. له ده وروسته به ډونلډ ټرمپ د امریکا ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

  9. وروستی, د لوړې له مراسمو مخکې دعا پیل شوه

    د کلیسا مشر ټیموتهي دولان د ډونلډ ټرمپ له لوړې مخکې دعا پیل کړه. دا دعائیه د لوړې له مراسمو مخکې د یو شمېر مذهبي مراسمو برخه ده، چې د معمول په څېر ترسره کېږي.

  10. د بریتانیا پاچا ټرمپ ته د مبارکۍ پیغام استولی

    د بریتانیا باچا چارلز د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د لوړې په مناسبت د مبارکۍ پیغام استولی دی. د بریتانیا شاهي ماڼۍ مسوولینو په وینا په دې پیغام کې د بریتانیا او امریکا تر منځ د ځانګړو اړیکو انعکاس شوی دی.

  11. د مخکینیو ولسمشرانو یو ځای کېدل

    د جیمي کارټر له تدفین دوې اونۍ وروسته د امریکا متحده ایالتونو مخکیني ولسمشران یو ځل بیا یو ځای شوي دي. دوی هماغسې چې د تدفین په مراسمو کې په ترتیب سره د مراسمو ځای ته تللي وو، نن هم تالار ته په ترتیب سره یو په بل پسې ننوتل. خو د تېرو مراسمو په څېر په نننیو مراسمو کې هم د مخکیني ولسمشر باراک اوباما مېرمن مېشل اوباما نه ترسترګو کېږي.

  12. پوتین ټرمپ ته د لوړې مبارکي ورکړه

    له واشنګټنه لېرې مسکو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د لوړې مراسمو مبارکي ویلې.

    د روسیې ملي امنیت شورا ته په یوه ټلویزیوني وینا کې نوموړي دغه راز د ټرمپ هغې هیلې یادونه وکړه، چې په وینا یې غواړي له روسیې سره اړیکي بیا فعالې کړې او دغه راز یې د ټرمپ پخوانۍ څرګندونې یادې کړې، چې د درېیمې نړیوالې جګړې د مخنیوي لپاره به هر هغه څه وکړي، چې له لاسه یې کېږي.

    پوتین وویل، ''بې له شکه موږ د دې دریځ هرکلی کوو او نوي ټاکل شوي ولسمشر ته د لوړې مبارکي وایو.''

    ښاغلي پوتین وویل، د اوکراین جګړې په هکله به یې له ټرمپ ادارې سره د خبرو لپاره دروازې پرانیستې وي. نوموړي زیاته کړه، ''د هغه دریځ باید د موقت اوربند نه وي، بلکې د اوږدې مودې سوله به وي، چې د سیمې د ټولو خلکو د مشروع ګټو د تامین پر بنسټ وي''.

    پوتین وویل، ''طبعاً موږ به د روسیې د ګټو لپاره ولاړ یو''.

  13. بایډن په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ هرکلی وکړ

    ولسمشر جو بایډن او مېرمن یې جیل بایډن همدا اوس په سپینه ماڼۍ کې د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او میلانیا هرکلی وکړ. دا لومړی ځل دی، چې دوی نن سره ولیدل. له دې لږ مخکې د ټرمپ کورنۍ غړي د امریکا کانګرېس ودانۍ ته ننوتل، چې نوی ټاکل شوی ولسمشر به پکې لوړه کوي.

  14. ټرمپ د لوړې مراسمو لپاره ورسېد

    د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ، کورنۍ یې او د نوې ادارې مهم غړي اوس د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره په واشنګټن کې سنټ جان کلیسا ته رسېدلي دي. دلته یو شمېر هغه تصویرونه وینو چې مراسمو ته د ښاغلي ټرمپ د رسېدو پر مهال اخیستل شوي دي.

  15. د ټرمپ کورنۍ سنټ جانز کلېسا ته ورسېده

    د ډونلډ ټرمپ او ایوانکا ټرمپ کورنیو غړي ځايي سنټ جانز کلیسا ته ورسېدل. د ډونلډ ټرمپ او میلانیا ټرمپ رسېدو ته لا هم انتظار کېږي.

  16. ډونلډ ټرمپ پر لومړۍ کاري ورځ د کومو کارونو ژمنه کړې؟

    د امریکا ټاکل شوی ولسشمر ډونلډ ټرمپ نن لوړه کوي. دا چې نوموړي د امریکا ولسمشر په توګه پر لومړۍ کاري ورځ د کومو کارونو ژمنه کړې، د تفصیل لپاره لطفا پر دې لینک کلیک وکړئ.

  17. د ټرمپ کابینه او افغانستان: د جګړې دغه پخواني سرتېري به د طالبانو له حکومت سره څه وکړي؟

    د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او عراق د جګړې یو شمېر پخواني سرتېري په خپله کابینه کې د بهرنۍ، دفاعي او استخباراتي سیاستونو لوړو مقامونو ته معرفي کړي دي. دې کسانو د طالبانو بیا واک ته رسېدو په تړاو د جو بایډن حکومت پر پالیسیو سختې نیوکې کړې دي، د چین او ایران په اړه یې دریځونه توند دي او د ټرمپ او د هغه د ډېرو اعلان شویو تګلارو کلک پلویان دي.

    په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ له بریالیتوب وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، له احتیاطه ډکه خوشبیني څرګنده کړه او په یوه وینا پاڼه کې یې وویل هیله من دي ''د متقابل تعامل په سیوري کې، د اړیکو یو نوی فصل پرانیزي.'' په دې هکله نور تفصیل د دې لینک له لارې لوستل کېدای شي.

  18. د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره به څنګه وي؟

    د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن دوشنبه لوړه کوي. د ډونلډ ټرمپ لومړۍ دوره د ځینو شنوونکو لپاره یوه ښه بېلګه ده، دا ترې قیاس کړئ چې د ولسمشرۍ دویمه دوره به یې څنګه وي؟

    شنوونکي په دې باور دي، چې ښاغلی ټرمپ به خپلې چارې له هغه ځایه پیل کړي چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د خپلې لومړۍ دورې په پاې کې پرېښې وې. په دې هکله د نور تفصیل لپاره لطفاُ دا لینک کېکاږئ.

  19. د لوړې مراسمو کې به څوک ګډون کوي؟

    امریکايي چارواکي تمه کوي، چې د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسمو کې به پلازمېنې واشنګټن ته تر ۲۰۰ زره کسانو پورې ورشي، چې د ښاغلي ټرمپ پلویان او مظاهرین به پکې شامل وي.

    په واشنګټن کې د بي بي سي خبریاله انا فیوګوې په خپل رپوټ کې وايي، دغه راز به د لوړې په مراسمو کې ګڼ شمېر امریکايي سناتوران او د نوې ادارې چارواکي هم ګډون وکړي.

    له منتخب ولسمشر ټرمپ او مرستیال ولسمشر جې ډي وینس وروسته به تر ټولو مهم ګډونوال جو بایډن او مرستیاله یې وي، چې د ولسمشرۍ موده به یې پای ته ورسېږي. د دې مانا به دا وي، چې ولسمشر بایډن، مېرمن یې جیل بایډن، او مرستیاله یې کمالا هرېس له خپل مېړه ډویوګ ایمهوف به هم په دې مراسمو کې ولیدل شي، چې د نومبر په ټاکنو کې یې له ښاغلي ټرمپه ماتې وخوړه.

    د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې معمولاُ پخواني ولسمشران هم له خپلو مېرمنو سره برخه اخلي، خو د مخکیني ولسمشر باراک اوباما مېرمن میشل اوباما دفتر ویلي، نوموړې به په نننیو مراسمو کې برخه وانخلي.

    د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د نن په مراسمو کې به د پخوانیو ولسمشرانو تر څنګ د تکنالوژۍ سترو شرکتونو میلیاردر څښتنان ایلان مسک، جیف بیزوس او مارک زوکیربیرګ هم شامل وي.