غواړئ په کار کې خوښ ووسئ؟ پنځه دقیقې قدم ووهئ

    • Author, میشل رابرټس
    • دنده, ډیجیټل روغتیا ایډیټره
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بریښنالیکونو ځوابولو یا د "ټیمز" له لارې د غونډو کولو پر مهال، د کاري ژوند ډېره برخه په چوکۍ کې په ناسته تېرېږي.

خو د ناستې دا عادت زموږ روغتیا ته زیان رسوي.

د متخصصینو په وینا، اوږده موده کېناستل د چاغښت، د زړه د ناروغیو او د دویم ډول شکرې ناروغۍ د رامنځته کېدو خطر زیاتوي.

خو دا لا روښانه نه ده چې د کار پر مهال باید څو ځله پورته شو او وخوځېږو چې کار او روغتیا مو ښه شي.

نو مناسب توازن څه دی؟

د کولمبیا پوهنتون د یوې تازه څېړنې له مخې چې دا اوونۍ د سپورتي طب په بریتانوي ژورنال کې خپره شوې، هر ساعت پنځه دقیقې وقفه اخیستل چې ورته "حرکتي وقفو" یا "movement snacks" ویل کېږي، تر ټولو غوره او عملي لاره ده.

دې سره کار کې موثریت نه کمېږي او روغتیا مو هم ښه وي.

د تولید، مزاج او ځیرکتیا زیاتوالی

مخکښ څېړونکي کیت ډایاز د بي بي سي نیوز ته وویل چې ډېری لویان اوس د خپل ویښ وخت نژدې درې پر څلورمه برخه په ناست حالت کې تېروي.

هغه زیاته کړه که څه هم عمومي سپارښتنه "لږ کښېنئ او ډېر حرکت وکړئ" سمه ده، خو خلک باید پوه شي چې په کومه اندازه حرکت ته اړتیا ده.

ډایاز وویل: "ښه خبر دا دی چې هر ساعت پنځه دقیقې د مزل وقفه د مزاج د ښه کېدو او د ستړیا د کمېدو لپاره کافي ده او خلکو دا عملي او د ترسره کېدو وړ وبلله."

څېړنې له ۱۱,۰۰۰ پر ډېرو د امریکا پر کارکوونکو ترسره شوې چې ډېری یې د دفتر په دندو بوخت وو او د ورځې ۸ تر ۹ ساعته شیفټونه یې درلودل.

په لومړۍ اونۍ کې، ګډونوالو خپل عادي ورځني کارونه ترسره کول او هره ورځ یې د ستړیا، مزاج او کاري فعالیت په اړه سروې ډکولې.

په راتلونکو دوو اونیو کې، له هغوی غوښتل شول چې د کار پر مهال د ۵ دقیقو د مزل وقفې واخلي، یا هر نیم ساعت، یا هر یو ساعت، یا هر دوه ساعته او ورته ورته سروې ګانې هم بشپړې کړي.

د هر نیم ساعت مزل د مزاج د ښه والي او د ستړیا د کمېدو لپاره ګټور و، خو د ورځني کار په جریان کې یې ګډوډي رامنځته کوله.

هر دوه ساعته مزل د هېڅ حرکت نه کولو په پرتله ښه و، خو څېړونکو وموندله چې هر ساعت ۵ دقیقې مزل د تولید، مزاج او هوښیارۍ په زیاتولو کې تر ټولو اغېزناک او عملي نتیجه ورکړه.

ډایاز وویل څو ساعته د ناست پاتې کېدو د عادت پرېښودول د ډېرو کسانو لپاره یو سخت کار دی او د څېړنې په ګډون کوونکو کې ډېری اندېښمن وو چې مدیران یا همکاران به د دوی د وقفې په اړه څه فکر وکړي.

هغه زیاته کړه: "که څه هم دا ښايي برعکس ښکاره شي، خو وقفه اخیستل او حرکت کول واقعاً کار کې ښه والی راولي. دا د اجرایي دندو، پاملرنې او حافظې د ښه کېدو سبب ګرځي او خلکو ته د ارامۍ او تازه والي احساس ورکوي."

هغه وویل چې ګرځېدل یو کم‌لګښته عمل دی او اړینه نه ده چې کار ودروي؛ د مثال په توګه د ګرځېدو پر مهال غونډې یا د ټیلیفوني خبرو پر وخت قدم وهل - که بهر وي او که د دفتر دننه.

د برتانیا د زړه بنسټ لوړپوړې د زړه نرسې ایملي مک‌ګرات د دې څېړنې هرکلی وکړ او ویې ویل چې "د حرکت ساده زیاتوالی کولای شي عمومي روغتیا ښه کړي."

خو هغې خبرداری ورکړ چې "دا څېړنه د خلکو پر خپله راپور ورکړل شوې معلوماتو ولاړه وه او لنډمهاله وه، نو د زړه د روغتیا پر اغېزو د تایید لپاره لا اوږدمهاله څېړنو ته اړتیا ده."